چين به د نړۍ د توکو بيو په ساتلو کې مهم رول ولوبوي
CMG2022/06/17 11:21:25
شريکول:

په چين کې په مې میاشت کې د مصرفي توکو د بيو شاخص( CPI) د تېرې مې مياشتې په پرتله ۲.۱ سلنه زيات شوی، خو د روان کال د اپرېل په پرتله ۰.۲ سلنه کموالی ښيي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي ادارې وياندې منګ وې د جون په ۱۶ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په کور دننه د مصرفي توکو بيو په داسې حال کې ثبات ساتلی، چې په ګردې نړۍ کې د توکو بيې لوړې شوي او ډېری عمده اقتصادونه د پيسو پړسوب يا انفلاسيون سره مخ شوي دي.

 نوموړې وويل، چې چين د نړۍ د مصرفي توکو د نرخونو په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

په چين کې د غلو دانو، غوړيو، غوښې او هګۍ په شمول د ژوند د لومړنيو توکو د سږ کال د پاتې مياشتو عرضه کافي ساتل شوې او د مصرفي توکو بيو شاخص( CPI)به يې هم په مناسبې اندازې کې وساتل شي.