د جون ۱۷مه نېټه د ځمکو د شاړېدو او وچکالۍ د مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
چين په تېرو لسګونو کلونو کې د ځمکو د صحرايي کېدو د مخنيوي او سمسورتيا په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي او يو شمېر صحرايي سيمې يې زرغونې کړې دي.