چين: د اوکراين مسئلې په تړاو تل د سولې او عدالت تر څنګ ولاړ يو
CMG2022/06/17 14:40:59
شريکول:

د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند څو ورځې دمخه ويلي، هغه هېوادونه چې له روسیې سره دريږي او يا خواخوږي ورسره لري، د تاريخ په ناسم لوري روان دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۶مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې د نوموړي د دې خبرې په غبرګون کې وويل، چې چين د اوکراين مسئلې د پچيلو تاريخي عواملو ته په کتو په خپلواک ډول قضاوت کوي. چين تل د سولې او عدالت پلوي کوي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا له خپلې ژمنې څخه سرغړونې کوي او په پر له پسې ډول يې ناټو لمسولې، چې د ختيځې اروپا په لور وخوځيږي، چې له امله یې اروپا په جګړه کې ښکېله شوې ده.چين په داسې حال کې د ګډ کار او دوام لرونکي امنيتي نظر وړانديز کوي.

کله چې امريکا اوکراين جنګ ته هڅوي او د جګړې په اور تېل شيندي، چين د دواړو خواوو تر منځ د سولې خبرې اترې هڅولي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د روسیې او اوکراين تر منځ د خبرو اترو پلوي وکړي.

کله چې مريکا پر روسیې سخت بنديزونه لګولي،  چين د نړيوال اقتصاد له سياسي کيدو سره ټينګ مخالفت کړی او پر دې ټينګار لري، چې د نړيوال اقتصاد د لس ګونو کلونو لاسته راوړنې بايد وساتل شي.