شي جين پينګ به د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۱۴مې غونډې او د نړيوال پرمختګ د لوړ پوړي ډیالوګ مشري او د بريکس هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2022/06/17 11:46:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جون په ۲۳مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۱۴مې غونډې مشري وکړي.

دغه غونډه ((د لوړې کچې د همکاريو پياوړتيا او د نړيوال پرمختګ د نوې زمانې ګډه ابادي)) په عنوان ترسره کيږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال پرمختګ د لوړ پوړي ډيالوګ مشري وکړي.

دغه ډیالوګ ((په نوې زمانې کې د نړيوال پرمختګ د همکاريزو اړيکو ټينګول او د ۲۰۳۰ م کال د دوام لرونکي پرمختګ جنډا پلي کول)) په سرليک ترسره کيږي.

 د بريکس هېوادونو مشران او د اړوندو نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو مشران به په دغه ډيالوګ کې ګډون ولري.

شي جين پينګ به د روانې مياشتې په ۲۲ مه نېټه د بريکس هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون او وينا وکړي.