فرانسه او المان به له اوکراين سره زياتې پوځي مرستې وکړي
CMG2022/06/17 10:29:50
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د المان صدراعظم اولاف سچولز د جون په ۱۶ مه نېټه د اوکراين په پلازمينې کيف کې ويلي، چې هېوادونه به یې له اوکراين سره پوځي مرستې زياتې کړي.

د فرانسې، المان، ايټاليې او رومانيې مشرانو په همدې ورځ اوکراين ته سفر کړی او د دغه هېواد له ولسمشر وېلاديمير زيلینسکي سره يې کتلي دي.

دوی د اوکراين د دفاعي توان د پياوړتيا، له خلکو سره د اقتصادي مرستو، د خوراکې موادو بحران پر ضد تدبيرونو، پر روسيې د بنديزونو زياتېدو او د اوکراين او اروپا د يو ځای کېدو په اړه بحثونه کړي دي.

د روسيې د امنيت غونډې مرستيال دميتري مېدوېديف په همدې ورځ ويلي، چې د لوېديځو هېوادونو د مشرانو ياد سفر به اوکراين سولې ته ونه رسوي.