په امریکا کې د ډزو تر شا د زورزیاتي فرهنګ
CMG2022/06/17 15:16:19
شريکول:

په امریکا کې د ډزو پېښې نوې خبره نه ده، خو په دې وروستیو کې يې ډېر زوراخیستی او ښوونځي پکې په نښه شوي دي.

شنونکي وايي، چې امریکا پر نورو هيوادونو خپل کلتور او فرهنګ په زور ورتپي، په بهرنيو هيوادونو کې يې تاوتريخوالي، جنګونه او کړکيچونه راپورته کړي او نړيوالې سولې ته يې لوی ګواښ پېښ کړی، خو په کوردننه بيا د ټوپک د ډزو پېښو مخه نه شي نیولی.

 د امریکا "د ټوپک د تاوتریخوالي آرشیف" ویبپاڼې مالومات ښيي، چې په دغه هېواد کې سږ کال د جون تر ۱۴مې نېټې پورې څه باندې ۱۹ زره کسان په ډزو وژل شوي، چې ۷۵۰ تنه پکې ماشومان دي.

د مالوماتو له مخې، په امریکا کې يوازې تېره شنبه او يکشنبه د ډزو ۱۱ پېښې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

امريکايان وايي، چې د ټوپک دوامدارو پېښو دوی ته سختې اندېښنې پيدا کړي او خپل ماشومان په ډاډه زړه ښوونځيو ته نشي استولی.

 د امریکا دټیکساس ایالت د روبو مکتب ډزو پېښې ټولې نړۍ ته ټکان ورکړی دی.

۱۱کلنه میا سیریرې وايي، چې د يادې پېښې پر مهال يې يوه ښوونکې پر سر لګېدلې وه او شاوخوا ډېر ماشومان په وينو کې ککړ پراته وو. هغې د نورو ماشومانو وينه پر ځان مښلې وه، چې بريدګر پرې د مړې يا وژلې ګومان وکړي او ژوندۍ پاتې شي.

میا سیریرې کانګرېس ته په ويډيويي خبرو کې ویلي، چې هغه به په ښوونځي کې بیا هېڅ خوندیتوب ونه لري.

په امریکا کې په دې وروستیو کې د ټوپک د ډزو او تاوتريخوالي ضد پراخ لاریونونه شوي دي.

مالومات ښيي، چې د امريکې په بېلا بېلو ځايونو کې د جون په ۱۱مه نېټه تر ۴۵۰ زيات لاريونونه شوي او لاريونوالو له حکومت او سياستوالو غوښتي، چې د ټوپک او وسلو ستونزې په اغېزمنه توګه حل کړي او د ماشومانو ژوند دې خوندي وساتي.

رسنيو سپينه مانۍ تر فشار لاندې راوستلې

سپينې ماڼۍ د رسنیو د فشار له امله کانګرېس ته د ټوپک او وسلو د کنټرول یو لړ وړانديزونه کړي او د استازیو مجلس يې اړوندې مصوبې او مسودې تصویب کړې دي، خو د ټوپک د کنټرول کليدي موضوع يې نه ده حل کړې.

د امريکا د استازيو مجلس په دغې مصوبې کې هر هغه کس ته چې عمر يې له ۲۱ کلنۍ پورته وي، د وسلې اخيستلو جواز ورکړی دی او دا اجازه يې  پخوا تر ۱۸ کلنۍ ورکړې وه.

په امریکا کې د ټوپک او وسلو د کنټرول مسئلې غږ پورته کيږي، خو سیاستوال يې پرېکنده ګامونه نه اخلي او يو عمده لامل یې دا ښودل کيږي، چې امریکا د زورزیاتي او تاوتریخوالي کلتور او فرهنګ ډېر خوښوي.

امریکايي ليکوال هنري جیلو)) د ډزو پېښې او د امریکا د زورزیاتي فرهنګ)) په عنوان یوه لیکنه خپره کړې ده.

 هغه په دغې لېکنې کې ويلي، چې په امریکا کې د وسلو او ډزو مسئلې له سیاسي فساد سره نږدې تړاو لري او د دغو مسئلو زېږنده او پايله يې واک ته د ډېرو شتمنو ډلو او شخصیتونو د لاسرسي او په امریکايي ټولنې کې د انفراي ارزښت د مراوج کېدو په شمول ځینو عواملو پسې تړلې ده.

د ټوپک د حقونو مدافع ټولنه او نظامي- صنعتي شرکتونه امريکايي سیاستوالو ته رشوت او ډېرې پیسې ورکوي.

يادې ټولنې او شرکتونو رسنۍ په لاس کې اخيستي او د امريکايانو په منځ کې يې دا مفکوره راپورته کړې، چې هر کس انفرادي ازادي لري او کولی شي، چې له محدودیت پرته ټوپک او يا وسله وساتي.

د امریکې په فلمونو، کارټونونو او لوبو کې د زورزیاتي او تاوتریخوالي ډېرې کېسې او عوامل ليدل کېږي.

نیویارکر ویبپاڼې په یوې مقالې کې ويلي، چې د ګردې نړۍ د زورزیاتي ساعتېري زیاتره تولیدات په امریکا کې تولیديږي.

نه يوازې په امريکايي فلمونو کې، بلکې د دغه هېواد په ټولنې کې هم د وژنې پېښې په نړۍ کې مخکښ ځای لري.