د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په چين کې د چټکو بستو اندازه ۳.۳٪ زياتوالی ښيي
CMG2022/06/17 11:18:32
شريکول:


د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پوستي چارو ملي ادارې د جون په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې په چين کې د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چټک پوسټ د بستو شمېر ۴۰ ميليارډه او ۹۵۰ ميليونه ښودلی، چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په نسبت ۳.۳ سلنه زیاتوالی ښيي او له دې لارې يې ۴۰۰ ميليارډه او ۵۵۰ ميليونه يوانه عايدات ترلاسه کړي دي، چې دا بيا  د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۲.۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چين د پوستي چارو ملي ادارې ويلي، چې د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د هېواد پوستي چارو عمومي عايدات ۵۳۱ ميليارډو او ۷۸۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په پرتله ۵.۹ سلنه زيات شوي دي. (ژباړه: شکريه)