د چين د شينجيانګ د ختن ـ چاقلق پټلي د جون په ۱۶مه نېټه پرانيستل شوه.
د اورګاډي دغه پټلي د شينجيانګ تاکلماکان صحرا په جنوب پېل کې له ختن ښار څخه د باينغولن باينګولن د مغولي قوم کورواکې سيمې تر چاقلق ولسوالۍ پورې غځېدلې ده.
دغه پټلي د جنوبي شینجيانګ پټلي او ګرموـ کورلۍ پټلي يې سره نښلولي او د تاکلماکان صحرا یې احاطه کړې ده، چې عمومي اوږدوالی يې ۲۷۱۲ کيلومتره دی. دا په نړۍ کې د اورګاډي لومړۍ پټلي ده، چې له صحرايي سیمې تاو شوې ده.
د شينجيانګ د بېلا بېلو سيمو ځانګړي توليدات به پر همدې پټلۍ د چين نورو ځايونو ته انتقال شي او د ټولو سیمو خلک به ګټې ترې پورته کړي.