د ناټو سرمنشي ينس سټولټينبورګ د جون په ۱۶مه نېټه ويلي، چې ناټو به د ختيځې اروپا په لومړۍ کرښه کې نور زيات ځواکونه ځای پر ځای کړي څو خپل دفاعي توان به پياوړی کړي او له خپلو همکارانو سره چټکې مرستې وکړي.
د ناټو د غړو د دفاع وزيرانو غونډه د جون له ۱۵مې نه تر ۱۶مې نيټې پورې د بلجيم په بروکسيل کې تر سره شوه او د اسپانيا په ماډريډ کې د ناټو سرمشريزې غونډې د ترسره کېدو لپاره يې تياری نيولی دی.
سټولټينبورګ له غونډې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې د اوکراين بحران ستر بدلون راپورته کړی او ناټو بايد له دې سره د مقابلې لپاره وږد مهاله تدبيرونه ولري.
نوموړي ويلي، چې په ماډريډ کې د ناټو سرمشريزه غونډه به د اصلاحاتو غونډه وي او زياتې مهمې پريکړې به پکې وشي.