د چين او کوريا جمهوريت د سمندري چارو د ډيالوګ او همکارۍ ميکانيزم دوهمه غونډه تر سره شوه
CMG2022/06/17 12:00:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او کوريا جمهوريت د سمندري چارو د ډيالوګ او همکارۍ ميکانيزم دوهمه غونډه د جون په ۱۶مه نېټه په ويډيويي بڼه ترسره شوه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د سرحدونو او سمندري چارو د ادارې عمومي رئيس هونګ ليانګ او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د شمال ختيځې اسيا د بيورو عمومي رئيس چوی هي ديوک په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.

دواړو خواوو د چين او جنوبي کوريا د سمندري مسايلو په اړه د نظريو پراخې او ژورې تبادلې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سمندري چارو د تبادلې او همکاريو د پياوړتيا، د سمندري شخړو او توپيرونو د ادارې او د سمندري حالاتو د ثبات لپاره د چين او کوريا جمهوريت د سمندري چارو د ډيالوګ او همکارۍ ميکانيزم د مهم رول په اړه مثبت نظرونه څرګند کړي دي.

چين او کوريا جمهوريت موافقه کړې، چې د ميکانيزم جوړولو پرمختګ ته به دوام ورکړي او د خبرو اترو له لارې به سمندري مسئلې حل او  متقابل باور به زيات کړي.

 (ژباړه: شکريه)