روسیې، ترکیې او ایران پر سوريې د اسرائيل بريدونه وغندل
CMG2022/06/17 11:17:02
شريکول:

د سوريې مسئلې په اړه د استانا خبرو اترو ۱۸م پړاو د جون په ۱۶مه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې پای ته ورسېد.

درې واړو هېوادونو د استانا پروسې د تضمین کوونکو په توګه پر سوریې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې اسرائیل د سوریې پر خاورې د یرغل لپاره له ملکي الوتکو څخه کار اخلي، له نړیوالو قوانینو او د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه کوي او د سیمې امنیت او ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د سوريې پوځ د مې په لسمه نېټه ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د دمشق پر جنوبي څنډو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ډېر خلک ټپيان شوي او ځيني تاسیسات يې زيانمن کړي دي.

(ژباړه: شکريه)