چين څه موده وړاندې د شنجو۱۴م نمبر انسان وړونکې فضايي بيړۍ کې درې ستورمزلي فضا ته وليږدول او درې واړه په ټاکلي وخت د چين فضايي سټېشن د تيان هه مرکزي خونې ته رسیدلي دي.
د چين دغه ستورمزلي لس ورځې کيږي، چې په فضا کې دي، خو دوی به کوم کارونه ترسره کړي؟
۱ـ د چين دغه ستورمزلي به په فضا کې شپږ مياشتې پاتې شي او هلته به څېړنې وکړي.
دوی به هلته د کار ښه چاپېريال برابر کړي او د دې تر څنګ به هڅې وکړي، چې د ځمکنۍ کرې او فضا تر منځ د مخابراتو اسانتياوې برابرې کړي
۲ـ دغه ستورمزلي به په فضا کې د بېلابېلو ماشينونو د ځای پر ځای کول، ازموينې او ترميم چارې ترسره کړي.
۳ـ د چين دغه درې ستورمزلي به په فضا کې ساينسي او تخنيکي څېړنې وکړي.