که د قربانیانو کورنيو ته ټوله امريکا په خسارې کې ورکړل شي، بیا هم کافي نه ده!
CRI2022/06/17 15:42:09
شريکول:

   امریکايي ځواکونو د شل کلن اشغال په ترڅ کې د بې پېلوټه الوتکو پر مټ د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ډېر سخت بريدونه کړي دي.
 امريکايي ځواکونو د ميدان وردګ د تنګي  سيمې په هر کلي بمباري کړې ده.

محمد نبي د تنګي سیمې اوسيدونکی دی. د نوموړي دوه زامن په یوه شپه کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي او هغه ته يې عمري غم ورکړی دی.