د افغانستان د کندوز ولايت پوليسو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په يوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه یو تن مړ شوی او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.
په دې اعلاميې کې راغلي، چې چاودنه د جون د ۱۷ مې نېټې د ماسپښين په يوې بجې او دېرش دقيقو په دې جومات کې د ښخ شوي ماين له کبله رامنځته شوه، چې پر همدې مهال ځايي وګړو لمونځ کاوه.
پوليس وايي، چې امنيتي ځواکونه د چاودنې ځای ته رسيدلي او ټپيان يې روغتون ته ليږلي دي.