د م م د ماشومانو صندوق د جون په ۱۷مه نېټه د يوې تازه شمېرنې له مخې د ۲۰۲۱ م کال تر پايه پورې د شخړو، زورزياتي پېښو او نورو بحرانونو له کبله د بې کوره ماشومانو شمېر ۳۶ مليونه او پنځه لکه و، چې دغه اندازه له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسيدلې ده.
نوموړي صندوق په همدې ورځ خبر ورکړی، چې په دې شمېره کې ۱۳ مليونه او اووه لکه کډوال او پناه غوښتونکي ماشومان او د شخړو او زورزياتۍ له کبله شاوخوا ۲۲ مليونه او اته لکه بې کوره ماشومان شامل دي.
دوی زياتوي، چې يو لړ بحرانونه د دې شمېرې د رامنځته کېدو مستقيم لامل دی، چې پکې د افغانستان، د کانګو د ډيموکراتيک جمهوريت او يمن په شمول د ځينو هېوادونو مسلسلې شخړې شاملې دي. دغه بحرانونه د اقليمی بدلون له امله لا سخت شوي دي.