د اروپايي ټولنې کمېټې د جون په ۱۷مه نېټه اوکراين او مالدووا ته د کانديد حيثيت ورکولو وړانديز وکړ. د يادې کمېټې د غړو هېوادونو مشران به د جون له ۲۳مې نيټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې په يوه سرمشريزه کې د دې وړانديز په باب بحث وکړي.
د اروپايي ټولنې کمېټې په همدې ورځ په دې ټولنې کې د اوکراين، مالدووا او ګرجستان د شامېلېدو د غوښتنليکونو په هکله نظرونه څرګند کړل او په يوې اعلاميې کې یې وويل، چې دوی په دې ټولنې کې د هېوادونو د شامېلېدو په هکله د اروپايي شورا له خوا له ټاکل شوي معيار سره سم ياد وړانديز وکړ.
دغې کمېټې ويلي، چې ګرجستان دې د دې ټولنې د کانديد حيثيت له ګټلو نه مخکې په ځينو کارونو کې پرمختګ ومومي، خو اوس دوی په سم لور روان دي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي پر ټولنيزو رسنيو د دغې کمېټې د ياد وړانديز مثبته ارزونه کړې او ليکلي يې دي، چې دا په اروپايي ټولنې کې د اوکراين د شامېلېدو لومړی اقدام دی.
د روان کال په فبرورۍ کې روسيې په اوکراين کې ځانګړي پوځي عمليات پيل کړل او تر هغه وروسته اوکراين سمدلاسه په اروپايي ټولنې کې د شاملېدو پروسه شروع کړه.