نظرپوښتنې: له جوبايډن د امريکايانو ملاتړ کم شوی
CMG2022/06/18 10:39:44
شريکول:

د امريکايي رسنيو د تازه نظرپوښتنو نتيجه ښيي، چې په امريکا کې د پړسوب او اقتصادي پرزېدو له کبله د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډن څخه د امریکايانو د ملاتړ کچه نوره هم ټيټه شوې ده.

د ياهو او يوګوف لخوا په ګډه ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي، چې د تېر کال په زياتره وخت کې له جوبايډن څخه د امريکايانو ملاتړ ټيټوالی ښودلی دی. دغه راز نظرپوښتنه ښيي، چې له ټولو پوښتل شوو خلکو څخه  ٪۵۶ تنه د جوبايډن له کار څخه رضايت نه لري او یوازې ٪۳۹ تنه يې ورڅخه راضي دي، خو له دې څخه دريو اوونيو وړاندې يادې دواړه شمېرې ۵۳٪ او ٪۴۲ ښودل شوې دي.

د يو اېس ای ټوډې ورځپاڼې او سفولک پوهنتون ګډه نظرپوښتنه ښيي، چې ٪۴۷ امريکايان د جوبايډن له کار څخه هېڅ رضایت نه لري او يوازې ٪۳۹ کسان ورڅخه راضي دي. دغه راز تر ٪۷۰ زيات خلک پدې نظر دي، چې امريکا پر ناسم لوري روانه ده.