چين د کرونا وبا په کابو کولو او د اقتصادي ودې په ثابتولو پوره باور لري
CMG2022/06/18 12:06:21
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد يې د کرونا وبا په کابو کولو او د اقتصادي ودې په ثابتولو پوره باور لري.

نوموړي وويل، چې د چين حکومت د کرونا  پېښو د صفر کولو پاليسي د يو مليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو د ژوند او روغتيا د ساتلو په موخه غوره کړې او دغه پاليسي د چين د کمونېست ګوند او حکومت د حکومتولۍ هغه مفکوره ده، چې خلکو او ژوند ته يې پر لومړيتوب ورکولو دلالت کوي.  له تېرو دوو کلونو راهيسې په چين کې پر دې وبا د اخته شوو کسانو کچه او د وبا له امله د مړينې کچه په نړۍ کې تر ټولو ټيټه ساتل شوې ده.

د نېټور ميډيسين مجلې لخوا په خپره شوې علمي مقاله کې وړاندوينه شوې، چې که چين د ځينو هېوادونو په شان کرونا وبا ته تسليم شي، نو په دغه هېواد کې ښايي ۱۱۲ ميليونه کسان پر کرونا اخته او نږدې يو ميليون او ۶۰۰ زره کسان مړه شي. وانګ ون بين پدې اړه وويل، چې له دې علمي څېړنې څخه څرګنديږي، چې د کرونا وبا د کابو کولو لپاره د چين پاليسي ساينسي، سمه او اغېزمنه ده.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په تېرې مې مياشت کې د چين اقتصادي وده ګام پر ګام د کرونا وبا له منفي اغېزو څخه وتلې او بېرته عادي وضعيت ته روانه ده.

د روان کال له جنورۍ تر مې پورې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۸.۳ زياتوالی ښيي او دغه هېواد ته راجلب شوې بهرنۍ پانګونې ٪۱۷.۳ زياتې شوې دي، دغه راز په دغه هېواد کې د کوريا جمهوريت، امريکا او جرمني د تصديو پانګونې په جلاجلا توګه ٪۵۲.۸، ٪۲۷.۱ او ٪۲۱.۴ زياتوالی ښودل شوی دی. 

وانګ ون بين پدې اړه وويل، چې يادې شمېرې له چین سره د بهرنیو پانګوالو د ليوالتيا او د چين پر اقتصادي او ټولنيزې ودې د هغوی د پوره باور ښودنه کوي او یوځل بيا يې ثابته کړې، چې د کرونا وبا ښه کابو کول د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ بنسټ دی او د سوداګرۍ چاپيريال لپاره ډېر ګټور دي.