په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۳۵ مليونه ۸۶۳ زره او ۹۵۰ تنو ته رسېدلی دی
CMG2022/06/18 12:53:55
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان يوه تازه شمېرنه ښيي، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د جون د ۱۷مې نيټې د ماښام تر پنځو بجو او ۲۴ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۴۸ زره او ۱۳۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۳۵ مليونه ۸۶۳ زره او ۹۵۰ ته رسیدلی دی. په همدې موده کې د دې وبا له کبله د مړينې شمېر ۱۵۷۱ زيات شوی او په دې سره يې عمومي شمېر ۶مليونه ۳۱۴ زره او ۹۷۲ و.