د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه په انلاين ډول د سانټ پيټرسبورګ نړيوال اقتصادي فورم په ۲۵ م عمومي کنفرانس کې ګډون او وينا وکړه.
په دغه کنفرانس کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د قزاقستان ولسمشر توکايف هم ګډون کړی و.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې اوسمهال نړۍ د کرونا وبا په ګډون له سختو ننګونو سره مخامخ ده، چې په تېرو سلو کلونو کې ساری نه لري، دغه راز د اقتصادي نړيوالتوب بهير له خنډونو سره مخ شوی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډاوو د عملي کولو پر وړاندې هم بې ساري ستونزې موجودې دي.
نوموړي پدې اړه نړيوالې ټولنې ته څلور فقره ييز وړانديز وکړ.
لومړی: پرمختګ ته دې زمينه برابره کړي. رښتينی څواړخيزم دې عملي شي، د بېلابېلو هېوادونو هغه حق ته دې درناوی وشي، چې له خپل وضعيت سره سم د پرمختګ لاره پخپله وټاکي او پرانيستی نړيوال اقتصادي جوړښت دې رامنځته کړي.
دوهم: خپلمنځي همکاريزو اړیکو ته دې وده ورکړي. د شمال او جنوب ترمنځ او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ دې پياوړې شي او د پرمختګ واټن دې کم شي.
درېيم: د اقتصادي نړيوالتوب بهير دې پرمخ يووړل شي.
څلورم: پر نوښت دې ټينګار وشي او له دې لارې دې پرمختګ ته خوځنده ځواک ورکړل شي.
شي جين پينګ د خپل هېواد پر اقتصادي ودې باور وښود او زیاته یې کړه، چې د چين اقتصاد ډېر پټ قوت لري او د پرمختګ مثبت تمايل يې نه دی بدل شوی او هېواد به يې پر باکيفيته پرمختګ او ورخلاصون ټينګار وکړي او د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته جوړولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.