د چين د دولتي شورا د بيت المال نظارتي او اداري کمېسيون مرستيال ونګ جيې مينګ د جون په ۱۷ مه نېټه د چين د تېرو لسو کلونو پرمختګونو په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې په ۲۰۱۲م کال کې د نړۍ د مخکنيو ۵۰۰ پياوړيو دولتي تصديو په ليست کې د چين ۶۵ دولتي تصدۍ شاملې وې ، خو له لسو کلونو وروسته يعنې په ۲۰۲۱م کال کې دغه شمېر ۹۶ ته زيات شوی دی، دغه راز په همدې موده کې په هېواد کې د بېړيو د جوړولو، د اوسپنو توليد، انرژۍ، سمندري ترانسپورت او د تجهيزاتو جوړولو په برخو کې يو لړ پیاوړې تصدۍ روزل شوې دي.
ښاغلي ونګ همدارنګه زياته کړه، چې د چين دولتي تصدیو د نړۍ په څه باندې ۱۸۰ هېوادونو او سيمو کې نږدې ۱۱۹۱ ميليارډه ډالره پانګونې کړي او تر ۸۰۰۰ زياتې پروژې يې پيل کړې دي. په يونان کې د پيرايوس بندر او د چين او لاوس ترمنځ د رېل پټلۍ په ګډون يو لړ پروژې په سالمه توګه بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.