چينايي ځوانان کوم سوداګريز توکي خوښوي؟
CMG2022/06/18 15:51:47
شريکول:

د جون اتلسمه نېټه په چين کې د انلاين سوداګرۍ ورځ ده، چې انلاين دوکانونه په دې موده کې د توکو بيې کموي. د چين د انلاين سوداګرۍ ډګرونو په دې موده کې د توکو پلورلو په اړه یو راپور خپور کړ، چې له مخې يې، سپورټي، روغتيایي او ښه کيفيت لرونکي توکي، د چيني ځوانانو لخوا ډېر اخيستل شوي دي.

د چين د انټرنېټي معلوماتو مرکز د روان کال په پيل کې د چين د انټرنيټ د پرمختګ په اړه د شمېرنې ۴۷م راپور خپور کړ، چې له مخې يې د ۲۰۲۰م کال تر دسمبر پورې د چين د انلاين سوداګرۍ کارونکو شمېر ۷۸۲ ميليونه تنو ته رسېدلی دی. په ۲۰۲۰م کال کې په چين کې د انلاين سوداګرۍ اندازه ۱۱۷۶۰ميليارډ يوانو ته رسېدلی  ده. تر هغه وخت پورې، چين په مسلسلو اتو کلونو کې د انلاين سوداګرۍ په  ډګر کې د نړۍ تر ټولو ل

وی بازار ګرځېدلی دی.