د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سياسي بیورو د جون په ۱۷مه نېټه يوه غونډه ترسره کړه او د پولي سکټورونو د تنظيم راپور يې تر سنجش لاندې ونيوه. د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شی جین پینګ د دې غونډې مشري وکړه.
دغه راز په یاده غونډه کې ويل شوي، چې چين به د خپل ځانګړي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې په رڼا کې د پولي چارو پرمختګ پر خپلې ځانګړې لارې ټينګار وکړي.