نژدې سلو هېوادونو د چين تر څنګ عادلانه خبرې وکړې
CMG2022/06/18 11:58:08
شريکول:

په دې وروستېو ورځو کې په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پنځوسمه غونډه کې کيوبا د نژدې اوياوو هېوادونو په استازيتوب يوه ګډه وينا وکړه او د بشري حقونو په پلمه يې د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې له کړنو سره مخالفت څرګند کړ. برسيره پر دې د څه باندې شلو هېوادونو استازو هم په جلا جلا توګه په خپلو ويناوو کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ.

دغه شان پديده مخکې د بشري حقونو شورا د غونډې په شمول څو نړيوالو مواردو کې راڅرګنده شوه. نژدې سلو هېوادونو له مختلفو لارو د چين په ملاتړ خبرې وکړې او له دې څخه څرګندېږي ، چې د نړيوالې ټولنې خاص پرمختيايي هېوادونه د چين د بشري حقونو په هکله په پاکه توګه قضاوت کولی شي او په دې ښه پوهېږي، چې امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه د بشري حقونو په مسئلو کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي او له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې دغه هېوادونه پر سيال  د فشار اچولو لپاره د سياسي وسيلې په توګه د بشري حقونو چارې کاروي. د بشري حقونو په ياده غونډه کې د عدالت اوازونو د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو هغې توطيې ته ځواب ورکړی، چې د بشري حقونو په پلمه باداري نظريې خپروي.

امريکا په دې وروستيو کلونو کې چين ته تر ټولو مهم ستراتيژيکي سيال په سترګه ګوري، په دې حال کې امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي په هدف د چين د شينجيانګ، هانکانګ، شيځانګ او تايوان په شمول مسئلې جوړې کړې. د بېلګې په توګه امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو د شينجيانګ په هکله يو لړ جعلي خبرونه خپاره کړي دي. په راتلونکې اونۍ کې به د امريکا لخوا د تش په نوم پر اويغوريانو د اجباري کارونو د دفاع قانون نافذ شي، چې بنسټ يې ټول جعلي خبرونه دي. د اروپا پارلمان څه موده مخکې له امريکا وروسته تر دغه مضمون لاندې تش په نوم پريکړه ليک تصويب کړ او د شينجيانګ پر بشري حقونو يې بې ځايه نيوکې وکړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په څو غونډو کې د چين د شينجيانګ د اداره کولو تګلارې د اسلامي هېوادونو په شمول د نړيوالې ټولنې لخوا پلوي شوي. دوی په دې پوهېږي، چې د شينجيانګ اصلي مسئله د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد د مبارزو چارې دي، خو د تش په نوم پر مسلمانانو د زور چارې نه دي، نو ځکه دغه اسلامي هېوادونه له چين څخه د ملاتړ خبرې کوي. د بريتانيا ليکوال توم فوډي په اشاري سره ويلي، چې د اسلامي هېوادونو خلک ښه يوهېږي، چې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو په خبري رسنيو کې د تش په نامه په شينجيانګ کې له بشري حقونو څخه د تيري کولو خبرونه باوري نه دي. په حقيقت کې يوازې امريکا او د دغه هېواد ملګرو پر مسلمانانو سخت جرمونه تر سره کړي دي.

د روان کال په مې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرې باچيليټ جيريا له چين څخه ليدنه وکړه، او په دې ترڅ کې يې امريکا او لويديځو هېوادونو ته د دوی په هيله د تور لګولو شاهدي نه ده ورکړې خو نړۍ ته يې په چين کې د بشري حقونو لاسته راوړنې او برياليتوب ښودلی. هغې پر دې ټيڼګار کړی، چې له چين څخه د ليدنې په موده کې يې په ازاد ډول له اړوندو خواوو سره د نظريو تبادله کړې. حتی د امريکا ځينو چارواکو دا منلې، چې په شينجيانګ کې هيڅ مسئله نه شته او د دې سيمې په اړه جعلي خبرونه یوازې پر چين د تور لګولو په موخه خپاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډو کې د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو لخوا د بشري حقونو په هکله جوړ شوي جعلي خبرونه ماتې خوړلې ده، له دې څخه ښکارېږي، چې عدالت د خلکو په زړه کې دی. زيات پرمختيايي هېوادونه د امريکا رياکارانه ډرامه نه ګوري، ځکه چې دوی نه يوازې د حقيقت درناوی کوي، بلکې ډېر ښه پوهيږي، چې امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو د بشري حقونو په پلمه پر نورو هېوادونو فشارونه اچولي دي. د امريکا دغې کړنې حتی د زياتو پرمختيايي هېوادونو ګټو ته زيانونه رسولي دي نو دوی به خامخا له دغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.