د ملګرو ملتونو سرمنشي: د رسنيو لارې د بدنامولو او تبعيض خپرولو مخنیوی دې وشي
CMG2022/06/19 13:32:25
شريکول:

د جون ۱۸مه نېټه د تبعيض ضد لومړې نړيواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس په همدې ورځ په خپلو خبرو کې له نړيوالو غوښتنه کړې، چې د انټرنيټ او ټولنيزو رسنيو له لارې د بدنامولو او د تبعيض کولو حالت په هکله بيدار واوسي او تر وسې پورې دې د تبعيض آميزه خبرو د خپرېدو مخه ونيسي.

نوموړي ويلي، چې تبعيض آميزه خبرې زورزياتي راپاروي، د متنوع کېدو او د بېلا بېلو ټولنو د اتحاد ځواک خرابوي، د نړيوالې ټولنې د يووالي ګډې ارزښتناکې نظريې او اصولو پر وړاندې ګواښونه پيدا کوي. انټرنيټ او ټولنيزې رسنۍ د تبعيض آميزه خبرو د خپرېدو ډګرونه دي، چې حتی د مختلفو هېوادونو تر منځ خپرېږي.

ګوټريس زياته کړه، چې د تبعيض آميزه خبرو خپرېدو حالت د نژاد پرستي، له بهرنيو هېوادونو سره د دښمني کولو، د ښځو پر وړاندې د کرکې پيدا کیدو ته وده ورکوي او د سولې او امنيت ساتلو، د بشري حقونو تامينولو او د دواملرونکي پرمختګ په چارو کې د نړيوالې ټولنې پر هلو ځلو سختې منفي اغيزې کوي.

نوموړي دې ته په اشارې سره ويلي، چې تبعيض آميزه خبرې د هر چا پر زيان دي او د دغو خبرو مخنيوی د هر چا مسئوليت دی. هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړی، چې د متنوع او ټولشموليت درناوی وکړي او تر وسې پورې دې د بدنامولو او  تبعيض خپرولو مخنیوی دې وشي
تبعيض آميزه خبرو د خپرېدو مخه ونيسي.