د جرمني صدراعظم: له پوټين سره مستقيمې خبرې ضرور دي
CMG2022/06/19 13:30:17
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولام شولتڅ د جون په ۱۷مه نېټه له اوکراين څخه تر ليدنې وروسته څرګنده کړه، چې د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره د مستقيمو خبرو اترې ساتل ډېر ضرور دي.

نوموړي ويلي، چې زه او د فرانسې ولسمشر به له پوتين سره مستقيمو تماسونو ته دوام ورکړو. هغه په همدې وخت کې له روسیې او اوکراين څخه د اوربند کولو او سولې تړون د لاسليک غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې جرمني به په دوامداره توګه اوکراين ته وسلې برابرې کړي، خو د اوکراين سرتيري باید له مسلکي روزنې وروسته دغه وسلې وکاروي.

په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د کانديد کولو په هکله نوموړي ويلي، چې په راتلونکې اونۍ کې به د اروپايي ټولنې په سرمشريزه غونډه کې د دغې مسئلې په هکله بحث وشي او هېله يې څرګنده کړه، چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه به ورسره موافقه وکړي.