د چين مشهور هنرمند هان مې لين د پلار ورځې په پار ځانګړي هنري اثار جوړ کړي
CMG2022/06/19 17:36:06
شريکول:

د جون ۱۹مه نېټه د پلار ورځ ده. د چين مشهور هنرمند، د چينګ هوا پوهنتون پروفيسور هان مې لين په همدې ورځ د چيني دوديزو جامو په بڼه د کلالۍ هنري اثار جوړ کړي او له دې لارې يې غوښتي، چې ټولو پلرونو ته د پلار ورځې په پار نيکې هيلې وړاندې کړي.

۸۶ م کلن هان مې لين په چين کې ډېر مشهور هنرمند دی، چې د انځور ګرۍ، خطاطۍ، د مجسمې جوړولو او ډېزاين او ليکلو په شمول زياتو هنري چارو کې شهرت لري.