د چين استازي له نړيوالې ټولنې له اقليمي بدلون سره د مقابلې پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
CMG2022/06/19 10:44:10
شريکول:

د سترو اقتصادونو د انرژۍ او اقليم فورم د مشرانو کنفرانس د جون په ۱۷ مه نېټه په انلاين ډول ترسره شو. د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ او د دغه هېواد د اقليمي بدلون د مخنيوي ځانګړي استازي شيې جن هوا په دغه کنفرانس کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې بېلابېل هېوادونه باید د کرونا وبا او د جيوپوليټيکس شخړې پر وړاندې پر څواړخيزم ټينګار وکړي، د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د مخنيوي چوکاټي تړون مراعات کړي او په ګډې همکارۍ سره دې د اقليمي بدلون سره د مقابلې پر وړاندې خنډونه لرې کړي، دغه راز باید خپل تعهد پر ځای کړي او د کړې موخې د پوره کولو لپاره دې اغېزمن اقدامات غوره کړي. پرمختللي هېوادونه دې د کاربن ډای اکسايد ايستنه تر نور ډېره کمه کړي او د کړې ژمنې له مخې دې له مخ پر ودې هېوادونو سره مالي او تخنيکي مرستې وکړي.

د سترو اقتصادونو د انرژۍ او اقليم فورم د امریکې په نوښت جوړ او د شلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو او وزيرانو پکې ګډون کړی و.