په امريکا کې د غلامۍ د زيانونو ضد مظاهرې شوي
CMG2022/06/19 13:33:48
شريکول:

د امريکا د جنوب او شمال جګړې په موده کې د دغه هېواد شپاړسم ولسمشر ابراهیم لینکن د ۱۸۶۲م کال په سپتمبر کې د تور پوستي غلام د آزادولو اعلاميه خپره کړه، چې په دغه هېواد کې د غلامۍ ميکانيزم يې لغوه کړی. خو د ۱۸۶۵م کال د جون تر ۱۹مې نيټې پورې په دغه هېواد کې د تور پوستو غلامانو وروستۍ جوپه آزاده شوه، نو دغه ورځ د امريکا د غلامۍ ميکانيزم د پای ته رسېدو ورځ وبلل شوه.

امريکا د تېر کال په جون کې په رسمي توګه د جون ۱۹مه نېټه د رخصتۍ په توګه وټاکله. د هر کال د دغې ورځې په درشل کې د امريکا په زياتو ځايونو کې د نژادي مساواتو په اړه فعاليتونه تر سره کېږي.

د روان کال د جون په ۱۷مه نېټه د امريکا په ډېرو ایالتونو کې د غلامۍ د زيانونو ضد مظاهرې شوې دي. د نيو جيرسي ايالت په نيوارک ښار کې سلو تنو مظاهره کوونکو د نژاد پرستۍ د پای ته رسولو نښې غږ او ((سمدستي دې زيانمن شويو کسانو ته ګرمه ورکړل شي)) شعارونه يې پورته کړل.