د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي تيکنالوژۍ وزير اميرزی سنګين او د مخابراتو شرکت پخواني مسئول جنت فهيم له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون تر هلو ځلو لاندې بير ته دغه هېواد ته ستانه شوي.
مخکې د افغانستان سرپرست حکومت له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون جوړ کړی او اعلان يې کړی، چې د تېر نظام د هغو مامورينو د سر او مال ساتنه کوي او د دوی قانوني غوښتنې به مني، چې بير ته وطن ته ستانه شي.