د روسيې د پيټرول شرکت مشر: د امريکا او ځينو لويديځو هېوادونو بنديزونه ټولې نړۍ ته بحران جوړوي
CMG2022/06/19 13:34:32
شريکول:

د روسیې د پيټرول شرکت مشر لګور سيچين د جون په ۱۸مه نېټه ويلي، چې امريکا او ځيني لويديځ هېوادونه بې ځايي پر روسیې بنديزونه لګولي، چې د دوی لخوا جوړ شوې مسئلې پر بېلا بېلو ساحو اغيزه کوي او رامنځته شوي بحران ټولې نړۍ ته خپريږي.

نوموړي ويلي، چې اروپا د روسیې پر انرژيو بنديز لګوي، چې ځان ته هم سخت زيانونه رسوي. ليدلی شو، چې اوسمهال په اروپا کې اقتصادي پرمختګ او د سيالې توان کمزور شوی او پانګوالو ته زيانونه اوښتي دي.

سچين ويلي، چې د لويديځو هېوادونو لخوا جوړې شوې مسئلې نه يوازې د انرژيو، بلکې د فلزاتو، د کود توليد او غلودانو په ساحو کې شتون لري. لويديځ هېوادونه نه يوازې خپل اقتصاد ته ستونزې جوړې کړې، بلکې کمزور پرمختيايي هېوادونو ته يې زيانونه رسولي او بحران ټولې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې دی.