عبداللهیان: که امریکا بې بنسټه اقداماتو ته دوام ورکړي، ایران به هم چوپ پاتې نه شي
CMG2022/06/20 11:48:18
شريکول:

 تسنيم اژانس د جون په ۱۹مه نېټه د ايران د بهرنيو چارو وزيرعبداللهيان په قول خبر ورکړی، که امريکا د ايران د اټومي خبرو اترو په اړه غير مناسب رول ولوبوي، نو ایران به یې پر وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي.

عبداللهیان د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې له عالي استازي جوزیف بوریل سره په ټلیفوني خبرو کې يادې څرګندونې کړي او د منطقي او پايلې لرونکو خبرو اترو هرکلی يې کړی دی.

 نوموړي ويلي، که امریکا دوه ګونی معیارونه پرېږدي، نو ايران ورسره یو ښه او دایمي تړون ته رسیدلی شي. 

عبداللهیان زیاته کړې، چې د ستونزو د هوارۍ لپاره بايد ډیپلوماټیکې لارې وکارول شي.

بوریل هم د اوسني وضعیت یوازینی حل ډیپلوماټیکه لاره بللې او ويلي يې دي، چې غیر مناسب ګام بايد پورته نه شي.

بوريل ويلي، چې هغه به د ایران د اټومي موافقې لپاره لازمې هڅې وکړي.