په بېجينګ کې د فنګ تای د مسافر وړونکو اورګاډيو لوی محوري سټېشن
CMG2022/06/20 14:30:38
شريکول:

په بېجينګ کې د فنګ تای د مسافر وړونکو اورګاډيو محوري سټېشن په چين کې لومړی تمځای دی، چې د ګړنديو اورګاډيو او عامو اورګاډيو لپاره په دوو پوړونو کې ځانګړي ځايونه لري. لوړ پوړ يې د ګړنديو اورګاډيو سټېشن، منځنی پوړ يې د عامو اورګاډيو سټېشن او تر ځمکې لاندې پوړ يې د سابوۍ سټېشن لپاره کارول کېږي او مسافرينو ته ښايسته او بشپړ ترافيکي خدمتونه وړاندې کېږي.