روسیه: ځواکونو يې پر کروز توغندي د اوکراین يوه قومانداني په نښه کړې
CMG2022/06/20 10:12:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې دفاع وزارت د جون په ۱۹مه نېټه خبر ورکړی، چې ځواکونو يې تېره ورځ د اوکراين پر يوې قوماندانۍ کروز توغندی ویشتلی او د جنرالانو په شمول د اوکراين ۵۰ پوځي افسران

 يې وژلي دي چې هغه وخت يې په غونډې بوخت وو.

خبر وايي، چې روسي ځواکونو په همدې ورځ د اوکراين پر دونیڅک، خارکیف، اوبلاست او نورو ځایونو هم توغندي توغولي او اوکرايني ځواکونو ته يې درانه تلفات اړولي دي.

بلخوا د اوکرايني پوځ د لوى درستيز ادارې په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د تېرې ورځې د بريدونو په پايله کې يې ۲۵۰ روسي سرتيري وژلي دي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي په يوې ويډيويي وينا کې ويلي، چې هغه د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د نيکولايف او اوديسا سيمو له لومړۍ کرښې لېدنه کړې او د دواړو سيمو د پوځي او سياسي چارواکو راپورونه يې اورېدلي دي.

زېلېنسکي ويلي، چې اوکرایین به جنوبي سیمې نورو هېوادونو ته ونه سپاري، خپل ملکيت به بېرته ترلاسه کوي او تور سمندرګی به خوندي ساتي. (ژباړه: شکريه)