انټونيو ګوټريس: نړيواله ټولنه بايد په شخړو کې د جنسي تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي
CMG2022/06/20 10:38:17
شريکول:

د جون ۱۹مه نېټه په شخړو کې د جنسي تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د همدې ورځې په مناسبت وينا کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې په شخړو کې جنسي تاوتريخوالی له منځه يوسي.

نوموړي ويلي، چې د جنسي تيري قربانيان په ټولنه کې سخت ژوند تېروي، خو ډېر کم جنسي تيري کوونکي د خپلو عملونو سزا ويني.

نوموړي زیاته کړې، چې نړيواله ټولنه بايد په شخړو کې د جنسي تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې په مناسبت د دې ناوړه عمل له ژوند پاتې شويو کسانو سره څنګ په څنګ ودريږي او ژمنه دې ورسره وکړي، چې په بشري بحرانونو کې د وقار، عزت او سولې لپاره د کمزورو کسانو له مبارزې ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۵م کال د جون په ۱۹ مه نېټه پرېکړه وکړه، چې هر کال به همدغه نېټه په شخړو کې د جنسي تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې په توګه لمانځي.