ملګري ملتونه: په نړۍ کې بې کوره کسان زيات شوي
CMG2022/06/20 15:03:21
شريکول:

د جون ۲۰ مه نېټه د کډوالو نړيواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د جون په ۱۶ مه نېټه يو راپور خپورکړی، چې له مخې يې د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې په ټوله نړۍ کې د بې کوره کسانو شمېر ۸۹ ميليونو او ۳۰۰ زره ښودل شوی او د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د بې کوره کسانو شمېر د۲۰۲۰م کال د شمېر په پرتله ٪۸ زياتوالی ښيي.

شمېرنه دا هم ښيي، چې په ټولو ۸۹ ميليونو او ۳۰۰ زرو بې کوره کسانو کې ۲۷ ميليونه او ۱۰۰ زره کډوال شامل دي، چې دوه پر درېيمه برخه يې د سوريې، وينزويلا، افغانستان، جنوبي سوډان او ميانمر دي.

په دغه راپور کې شدیدې شخړې او نوې رامنځته شوي تاوتريخوالي او همدارنګه د غلودانو کمښت، د پيسو پړسوب او اقليمي بحران د بې کوره کسانو د زياتېدو عمده لاملونه بلل شوي دي.