د ګڼ ملتيزو شرکتونو د مشرانو ۳ مه سرمشريزه په چينګداو کې پرانېستل شوه
CMG2022/06/20 10:14:48
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ګڼ ملتيزو شرکتونو د مشرانو ۳ مه سرمشريزه د جون په ۱۹مه د چين په چينګ داو ښار کې پرانيستل شوه.

په دغې سرمشريزې کې د چين د دولتي شورا غړي وانګ يونګ هم ګډون کړی و.

وانګ يونګ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې چين به د رئيس شي جين پينګ د مهمو لارښوونو روحيه په بشپړه توګه پلې کړي، د ملي او بنسټيزو تګلارو په توګه به پر ورخلاصون ټينګار ولري، د پرانيستې تګلارې لوړه کچه به وساتي او د ګڼ ملتيزو شرکتونو سره متقابلې ګټورې همکارۍ به ژورې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين حکومتي ادارې به د نوې پرمختيايي بڼې د جوړولو او د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ د هڅولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي او د یو پرانيستي ګډ نړيوال اقتصاد لپاره به هلې ځلې وکړي. 

 (ژباړه: شکريه)