چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو په ۱۲مه غونډه کې رښتينی څو اړخيزم ساتلی
CMG2022/06/20 15:05:35
شريکول:

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو ۱۲مه غونډه څو ورځې مخکې د سويس په جنېوا کې پای ته ورسېده.

 د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين د دايمي پلاوي سفير لي چنګ ګانګ د سي اېم جي له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې د يادې غونډې برياليتوبونه د دغه سازمان د غړو د متقابل ملاتړ او جوړجاړي په پايله کې رامنځته شوي او د غړو يووالی، همغږي او د ستونزو ليرې کول یې د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.

 نوموړي زياته کړې، چې چين د دغې غونډې په خبرو اترو کې د همغږي کوونکي رول لوبولی او موخه يې دا ده، چې رښتينی څواړخيزم او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيتوب څواړخيز تجارتي نظام خوندي وساتل شي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو ۱۲مه غونډه د جون له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې په جنېوا کې تر سره شوه. د دغې غونډې ګډونوالو د زياتو پړاويزو خبرو اترو او د نظريو له ټکرونو سره سره بیا هم د لاسته راوړنو سند خپور کړی او د کرونا وبا ضد مبارزې، له کب نېوونکو سره د کومک، د غلو دانو د خونديتوب او الکترونيکو سوداګريزو چارو کې د نظريو هوکړې ته رسېدلي دي.

ښاغلي لي چنګ ګانګ د دغې غونډې د لاسته راوړنو په اړه ويلي، چې چين د ټولو مسئلو په اړه ځانګړی دريځ لري، خو عمومي او پراخ وضعيت يې هم په نظر کې نيولی دی.

نوموړي ويلي، چې رښتينی څواړخيزم او د ټولو ګټې عمومي وضعيت بلل کيږي او چين د ټولو غړو د ګټو او د خپلو شخصي ګټو د برابرۍ لپاره هڅې کړي او د ګډو نظريو لپاره يې د خپلو ځينو غوښتنو پر وړاندې زغم ساتلی دی.

لي چنګ ګانګ ويلي، چې د چين دغه رغنده رول د کرونا ضد واکسين د پوهنې ملکيت حق له ساتنې د معافۍ، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو او له کب نېوونکو سره د کومک په شمول زياتو لاسته راوړنو کې ښکاره شوی دی. هغه د بېلګې په توګه ويلي، چې چين د کرونا وبا ضد واکسين د پوهنې ملکيت حق د معافۍ تړون د لاسليک د هڅولو لپاره، نه يوازې چيني واکسين پکې شامل کړی، بلکې دا ژمنه يې هم کړې، چې په دې برخه کې به له اضافي شرايطو څخه هم لاس واخلي او له نورو پرمختيايي هېوادونو سره به سيالي ونه کړي .

د سوداګرۍ نړيوال سازمان ۱۶۴ غړي لري او د ټولو اقتصادي بڼې او  تګلارې مختلفې دي، نو ځکه د دغه سازمان د هرې قاعدې ټاکنه د ټولو غړو هوکړې ته اړتيا لري او بهیر يې ډېر پېچلی او ستونزمن وي.

ښاغلي لي چنګ ګانګ په اشارې ويلي، چې چين په دغه غونډه کې د همغږي کوونکي رول لوبولی دی.

نوموړي زياته کړې، چې چين نه يوازې د پرمختللو او پرمختيايي غړو او د بېلا بېلو اقتصادي پيمانو د پرمختيايي غړو ترمنځ د پل رول، بلکې د پرمختللو غړو په چارو کې يې هم د يو لوی اقتصادي ځواک په توګه د همغږۍ رول لوبولی دی.

لي چنګ ګانګ د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د غونډې د برياليتوب په مناسبت د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي اوکونجو لوېالا ته مبارکي ويلې او نګوزي اوکونجو لوېالا د چين د رغنده رول ستاينه او مننه کړې ده.

لي چنګ ګانګ ويلي، چې چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د شاملېدو شل کلن مزل وهلی او د خپل پرمختګ په څواړخيز ډګر کې به لا مهم رول ولوبوي او لا ستر مسئوليت به پر غاړه واخلي.

 نوموړي د سوداګرۍ نړيوال سازمان کې د چين غړيتوب د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق په برخه کې يو ستراتيژيک ګام بللی او ويلي يې دي، چې د رښتيني څواړخيزم ساتنه او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په مرکزيتوب د څواړخيز تجارتي نظام خونديتوب د چين عمده موخه ده.