د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې کورنيو چارو وزارت د جون د ۱۹مې نېټې په شپه د پارلماني ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ پايلې خپرې کړي، چې له مخې يې د ولسمشر ايمانويل مکرون په مشرۍ اېنسمبل ائتلاف لومړی ځای خپل کړی، خو اکثريت يې نه دی ترلاسه کړی.
د مالوماتو له مخې، د فرانسې کورنيو چارو وزرات د رايې اچونې د ۹۷ مرکزونو رایې شمارلي او لومړنۍ پايلې يې خپرې کړې دي، چې له مخې يې د مکرون ېنسمبل اېتلاف ۲۳۴ څوکۍ خپلې کړې دي.
د فرانسې پارلمان ټولې ۵۷۷ څوکۍ لري او هر ګوند بايد د اکثريت ساتلو لپاره ۲۸۹ څوکۍ ترلاسه کړي.