په اسيا کې د مسافر وړونکو اورګاډيو ډېر لوی سټېشن پرانيستل شو
CMG2022/06/20 14:09:23
شريکول:

په بېجينګ کې د فنګ تای د مسافروړونکو اورګاډيو لوی محتوري سټېشن د جون په ۲۰مه نېټه پرانيستل شو.

دغه سټېشن په بېجينګ کې د اورګاډيو لومړی سټېشن دی، چې د بنسټ ډبره يې په ۱۸۹۵م کال کې اېښودل شوې ده.


د بېجينګ د فنګ تای اورګاډو سټېشن

د دغه سټېشن د ترميم پروژه د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې پيل شوې وه چې چارې يې بشپړې او يو ځل بيا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. اوس پيمانه يې په اسيا کې تر ټولو ډېره لويه ده.

د فنګ تای د اورګاډيو د نوي سټېشن عمومي مساحت کابو ۴۰۰ زره متره مربع دی او هر ساعت ۱۴۰۰۰ مسافرينو ته خدمت کولای شي.

په دغه سټېشن کې د مسافروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ لپاره ۳۲ اوسپنيزې لارې او په اورګاډيو کې د مسافرينو د وتلو او ننوتلو لپاره ۳۲ پليټ فارمونه ترتيب شوي دي.

دغه سټېشن په چين کې لومړی تمځای دی، چې د ګړنديو اورګاډيو او عامو اورګاډيو لپاره په دوو پوړونو کې ځانګړي ځايونه لري. لوړ پوړ يې د ګړنديو اورګاډيو سټېشن، منځنی پوړ يې د عامو اورګاډيو سټېشن او تر ځمکې لاندې پوړ يې  د سابوۍ سټېشن لپاره کارول کېږي او مسافرينو ته ښايسته او بشپړ ترافيکي خدمتونه وړاندې کېږي.

بر سېره پردې، په دغه سټېشن کې د لمريزو انرژيو په وسيله د برېښنا د توليدي سيستم، د ټېکټونو د پلور او د پلټنې يا چيکينګ اټوماټيک سيستم او د لارې ځيرک لارښوونکي سيستم په شمول يو لړ عصري او ځيرک سيستمونه کارول کېږي او په دې مناسبت د دغه سټېشن د کارولو په بهير کې انرژۍ او لګښت سپما کېږي. 


لومړی اورګاډی د بېجينګ پر وخت د جون د ۲۰ مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۲۶ دقيقو د فنګ تای اورګاډو سټېشن څخه د تای یوان ښار پر لور وخوځېد

په فنګ تای سټېشن کې انتظارخونه

د ټکټونو د چېک کولو ځای

د مسافرو لپاره برېښنايي لار

د ټکټونو چېکوونکي ماشينونه

فنګ تای سټېشن


د فنګ تای سټېشن داخلي ماحول