په چين کې اوس ډېری مالونه په اورګاډو کې ليږدول کيږي
CMG2022/06/20 15:01:26
شريکول:

  د چين د دولتي شورا د ټرانسپورټ او باربرۍ چارو دفتر تازه شمېرنه ښيي، چې د جون په ۱۹ مه نېټه په دغه هېواد کې د اورګاډو په وسيله ۱۱ ميلیونه او ۳۹ زره ټنه توکي ليږدول شوي، چې د تېرې ورځې په پرتله ٪۰.۷۷ زياتوالی ښيي.

د مالوماتو له مخې، په همدې نېټې د چين پر لویو چټکو لارو ۶ ميليونه، ۲۹۰ زره او ۴۰۰ لاریو تګ راتګ کړی، چې د تېرې ورځې په پرتله٪۱۱.۸۱ کموالی ښيي او په ورته مهال کې د چين پر بندرونو  د مالونو د ليږد راليږد اندازه ۳۲ ميليونه او ۵۱۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې دا هم د  تېرې ورځې په پرتله ٪۳.۲ کموالی ښيي.