.سين هوا اژانس د خبر له مخې، سپينې ماڼۍ د جون په ۱۸مه نېټه خبر ورکړی، چې د ولسمشر جو بایډن د ملي امنيت سلاکار جک سليوان پر کرونا وبا اخته شوی دی
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن هم د ياد خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې جاک سلیوان اوس مهال قرنطين دی او په دې وروستیو کې يې له ولسمشر جو بایډن سره نه دي کتلي.
د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۸۶ میلیونو څخه اوښتی او تر دې دمه ترې له ۰۱/۱ میلیون زيات کسان مړه شوي دي.