شي جين پينګ د فساد ضد پر دايمي او هر اړخېزې مبارزې ټينګار کړی
CMG2022/06/20 17:00:32
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د جون د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د فساد ضد د چارو په اړه څلويښتمه ډله ييزه زده کړه ترسره کړې.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د فساد ضد د يادې زده کړې مشري کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې د فساد ضد مبارزه د خلکو غوښتنه ده او بايد د دوی له نظريو سره ټينګې اړيکې ولري او په بريالېتوب ترسره شي.

نوموړي زياته کړې، چې د حکومت د ټولو ادارو کارکوونکي بايد په نوې زمانې کې د کمونېست ګوند د سپيڅلې ابادۍ د روښانتيا او د فساد ضد ټينګه مبارزه وکړي، د فساد ضد مبارزې توان او سويه بايد لوړه کړي او هر اړخيز بری بايد ومومي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو مشرانو او کارکوونکو د فساد ضد مبارزې د اړوندو موضوعاتو په اړه جدي او هر اړخيز بحثونه کړي دي.