ګوستاوو پېترو د کولمبیا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
CMG2022/06/20 11:51:28
شريکول:

د کولمبيا د ملکي چارو ادارې د جون په ۱۹مه نېټه د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو د رايګيرۍ لومړنۍ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې د کولمبيا د تاريخي کنوانسیون ټولنې نوماند ګوستاوو پېترو په همدې ورځ د

ولسمشرۍ ټاکنو د رایګيرۍ په دوهم پړاو کې بری خپل کړی دی.

ګوستاوو پېترو له بریا وروسته په یوې وینا کې ويلي، چې دا د هغه نه، بلکې د کولمبیا د خلکو بریا ده.

د کولمبیا ولسمشر ایوان دیوک پېترو ته د بریا مبارکي ويلي ده.

نوموړي ويلي، چې هغه به ډېر ژر له پېترو سره وویني او د شفافې پروسې په رڼا کې به ورته واک ولېږدوي.