د امريکا د ماليې پخواني وزير سمورس د جون په ۱۹ مه نېټه له رسنيو سره د مرکې پر مهال وړاندوينه کړې، چې ښايي د هېواد اقتصاد يې مخ په ځوړ روان شي او ډېر ژر به پرزيږي.
هره وړاندوينه نامالوم عوامل لري، خو سمورس باور ښودلی، چې د امريکا اقتصاد به ژر وپرزېږي، ځکه په دغه هېواد کې د پيسو پړسوب او د بېکارۍ کچه له ٪۴ څخه پورته روانه ده، چې په تاريخ کې يې ساری نه لیدل کيږي.