چين: ملګري ملتونه باید د امريکا، کاناډا او استراليا د بومي‌ ښځو او نجونو حقونه له پامه ونه غورځوي
CMG2022/06/21 13:56:58
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي د بشري حقونو شورا په ۵۰مه غونډه کې پر ملګرو ملتونو غږ وکړ،‌ چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوندې ادارې بايد په امریکا،‌ کاناډا او استراليا کې د بومي‌ ښځو او نجونو له حقونو څخه تېري کوونکې کړنې له پامه ونه غورځوي او بايد  پاملرنه ورته وکړي.

د چين استازي په خپله وينا کې څرګنده کړه، د ښځو پر وړاندې د زورزياتي او تاوتريخوالي ځانګړي راپور ورکوونکي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل راپور کې ويلي، چې د امريکا هغه بومي يا اصلي ښځې، چې په سياسي فعاليتونو کې ګډون لري، له زورزياتي سره مخ دي.د امريکا بومي ښځې او نجونې د عدالت په بهير کې له خنډونو سره مخ دي او د استراليا مخ په زياتېدونکي بومي ښځې په زندانونو کې اچول کېږي.

چيني استازي دا هم وويل چې راپور کې کاناډا ته هم اشاره شوې، چې د دغه هېواد حکومتونو بوميان(اصلي اوسیدونکي) له منځه وړي او  په (( انديانو قانون )) کې جنسي تبعيض ښودل شوی دی.چين پر دې اندېښنه لري.