د جوليان اسانج قضيه د امريکا او بريتانيا رياکارانه څېره انعکاسوي
CMG2022/06/21 11:09:32
شريکول:

د بريتانيا د کورنيو چارو وزير د جون په ۱۷مه نېټه د امريکا هغه غوښتنه ومنله، چې د ويکي ليکس بنسټګر جوليان اسانج به ورته وسپاري.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د اسانج قضيه يوه هنداره ده او د امريکا او بريتانيا د بیان ازادۍ رياکارانه څېره يې انعکاس کړې ده.

وانګ ون بين زياته کړې، چې جولیان اسانج په ويکي ليکس ويبسايټ کې په افغانستان او عراق کې د امريکا د جګړو له ګڼ شمېر پټو مالوماتو پرده پورته کړې او هغه حقيقتونه يې په ډاګه کړي، چې د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې د هېکرانو په مټ پر نورو هېوادونو سایبري بريدونه کړي او پټ مالومات يې ترلاسه کړي دي.

 د امريکا حکومت له تېرو څه باندې لسو کلونو راهيسې پر اسانج د جنسي ځورونې، جاسوسي کړو وړو او له کمپيوټر څخه د ناوړې استفادې په شمول بې بنسټه تورونه لګولي او د پټې څارنې، تعقيب او پټې معاملې له لارې يې پر اسانج لاره تنګه کړې او د نوموړي د نيولو هڅې کوي.