د چين او نړيوالتوب ۸ فورم په بېجينګ کې تر سره شو
CMG2022/06/21 11:26:35
شريکول:

د چين او نړيوالتوب (globalization)د ۸ مې دورې فورم د جون په ۲۰ مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.

په چين کې د ځينو هېوادونو سيفرانو هم په دغه فورم کې ګډون کړی و او هيلې يې څرګندې کړي، چې نړيواله ټولنه دې په راتلونکې کې د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

 په چين کې د جنوبي افريقا سفير سيابونګه سوېلې دغه فورم ته په وينا کې وويل، چې بريکس هېوادونو د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د مبارزې، د څواړخيزم د همغږۍ او ملاتړ، د مساوې نړيوالې سوداګرۍ د هڅونې ، د نړيوالتوب د پياوړتيا او پرمختګ په برخو کې د مشرۍ ښه رول لوبولی دی.

په چين کې د تايلنډ سفير ارتايود سريساموت ۲۰۲۲م کال د اسيا لپاره يو مهم کال وباله او ويې ويل، چې چين د بريکس هېوادونو د روان کال نوبتي رئيسه هېواد دی او تايلنډ به د اېپيک (APEC) سرمشريزې غونډې ته تياری ونيسي.نو دواړه هېوادونه بايد په داسې حال کې سيمه ييزې همکارۍ او پاکه انرژي او زرغون پرمختګ پرمخ بوزي.