د چين او د بريکس هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې ٪۱۲.۱ زياتوالی راغلی
CMG2022/06/21 11:14:15
شريکول:

د چين او بريکس هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د روان کال په درشل کې پياوړې شوي او د خپلمنځي وارداتو او صادراتو ارزښت يې ډېر شوی دی.

د سږ کال په لومړيو پنځو مياشتو کې، د چين او بريکس هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۱۳۱۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۲.۱ زياتوالی او هم د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي په انډول کې ٪۳.۸ نيسي.

 په يادې جملې کې بريکس هېوادونو ته د چين د صادراتو ارزښت ۶۵۶ ميليارډه يوانه او د زياتوالي انډول يې ٪۱۸.۱ ښودل شوی او له بريکس هېوادونو څخه د چين د وارداتو ارزښت بيا ۶۵۱.۷۱ ميليارډه يوانه او د زياتوالي انډول يې ٪۶.۶ ښودل شوی دی.

باور دا دی، چې د بريکس هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو له پياوړتيا سره به د چين د وارداتو او صادراتو زياتوالی وساتل شي.