د چين روبوټونه کومې چارې ترسره کولی شي؟
CMG2022/06/21 16:12:52
شريکول:

ايا کله مو داسې تصور کړی؟

چې کله کور ته ځئ، روبوټ درته د دروازې ترڅنګ ودريږي او هرکلی مو وکړي او مخکې له دې چې تاسو کور ته ننوځئ، اېر کنډيکشن، هيوميډيفير(humidifier) او نور سامان الات درته ولګوي او ښه چاپيريال درته برابر کړي.

دا اوس حقیقت دی.

کله چې تاسې روبوټ ته ووايئ، دا کتاب ماشوم ته ورکړه، نو روبوټ سمدستي کتاب ماشوم ته سپاري.

تاسو دغه تصويرونه ښايي په خيالي فلمونو او انټرنېټي لوبو کې ليدلي وي، خو چينايان اوس په ژوند کې ترې کار اخلي.

هغه روبوټ، چې د کور د ساتونکي او ښه ملګري په توګه رول لوبوي


د چين د مېډيا(Midea) کمپنۍ لخوا جوړ روبوټ د کور ساتونکي او ښه ملګري په توګه رول لوبوي.دغه روبوټ چې کله د کورنيو غړو د ننوتلو سيګنل ترلاسه کړي، نو ژر د کور څراغونه او اېرکنډيکشن ولګوي او بل دا چې، د کورنۍ غړي د خپل موبایلفون له لارې روبوټ کنټرولولی او د کور وضعيت کتلی شي.

په روغتون کې عمليات کوونکي، د درملو ليږدونکي او د زړو کسانو پالونکي روبوټان

د فروبوټيکس (fnrobotics) شرکت لخوا جوړ شوی روبوټ د سترګو د عملياتو لپاره کارول کيږي او په څو ثانيو کې عمليات کوي.

د شانګهای د تخينکونو په نړيوال نندارتون کې داسې روبوټان نندارې ته وړاندې شوي، چې د وبا د مخنيوي لپاره ميکروب وژونکې درمل پاشي

د چوانګ ځه شرکت لخوا جوړ شوی روبوټ په روغتون کې د نرسانو لپاره له ناروغانو د وضعيت پوښتنه کوي او سخت ناروغان وړ کلينيکونو ته بيايي


طبي روبوټونو ته بازاري تقاضا په زياتېدو ده.  شنونکي وړاندوينه کوي، چې تر ۲۰۲۶م کال پورې به په چين کې د طبي روبوټانو د بازارونو ارزښت ۴ ميليارډو او ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته ورسيږي.

طبي روبوټان د چين د کليوالو سيمو په روغتونونو او زړکتونونو کې ډېر کارول کيږي


هغه روبوټونه، چې په عامو ځایونو کې خلکو ته لارښوونه کوي


د چين د ګوه چن شرکت لخوا جوړ روبوټان د دفتري ودانيو او سېلانيزو ځايونو په ګډون په عامو ځايونو کې کارول کيږي او خلکو ته لار ښوونه کوي

روبوټ د مترو په سټېشن کې خلکو ته لارښوونه کوي او د مترو مالومات ورکوي

سېلانيان د روبوټ په همکارۍ د جيانګ سو ولایت ساينس موزيم څخه لېدنه کوي

په چين کې په ۲۰۲۱م کال کې د روبوټانو بازاري ارزښت ۸۴ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چې د نړۍ تر منځنې سويې لوړ و. وړاندونه کيږي، چې په چين کې به تر ۲۰۲۳م کال پورې د روبوټانو بازاري ارزښت له ۶۰ ميليارډو يوانو څخه زيات شي. 

د چيني تصديو لخوا جوړ شوي روبوټان پدې وروستيو کلونو کې زياتو بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي. د بېلګې په توګه، د چين پودوکه جي شرکت له ۲۰۲۰م کال راهيسې د کرونا وبا له اغېزو سره سره په بهرنيو هېوادونو کې چارې پراخې کړي او تراوسه يې ۶۰ هېوادونو او سيمو ته تر ۴۰ زرو ډېر روبوټونه صادر کړي دي.